د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

د برښنايي موټرو تولیدونکې امریکایۍ کمپنۍ د تولید کچه کمه شوې


تیسلا کمپنۍ
تیسلا کمپنۍ

امریکایۍ تیسلا کمپنۍ چې برقي موټر تولیدوي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې تولید ډېر را لوېدلی چې هغه د تېر کال له مني راهیسې د دې کمپنۍ له خوا د تولید تر ټولو ټیټه کچه بلل کېږي.

تیسلا کمپنۍ د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د اپرېل او جون ترمنځ درېیو میاشتو کې یې، اس یو وي ډوله څه باندې ۲۵۴ زره موټر پلورلي چې دا د روان کال د لومړیو درېیو میاشتو په نسبت اتلس سلنه او د تېر کال د وروستۍ ربعې په پرتله ډېر ټیټوالی دی.

د موټرو د پرزو په اکمالاتو کې ستونزې او په چین کې د کورونا وبا له امله لګول شوي محدودیتونه د دې کمپنۍ د موټرو د تولید د کموالي اساسي علتونه بلل شوي دي.

وروستۍ ځل چې تیسلا په نړۍ کې کم موټر پلورلي وو، هغه د ۲۰۲۱ کال درېیمه ربعه وه چې شمېر یې ۲۴۱ زرو ته رسېده.

تیسلا دغه راز ویلي، چې په ټوله کې یې په وروستیو درېیو میاشتو کې ۲۱ سلنه پلور کم شوی خو د لوړ انفلاسیون په منځ کې یې د موټرو بیې هم په بېساري توګه لوړې شوې او د یوه موټر بیه یې په متوسط ډول څه کم ۴۶ زره ډالرو ته رسېدلې ده.

د ډېرو نورو سهامونو په څېر د تیسلا ونډې هم روان کال ډېرې اغېزمنې شوي خو د ونډو د ارزښت په سلو کې ۳۵ کمېدا یې بشپړ د دې شرکت له پانګې سره تړاو نه لري.

د تیسلا کمپنۍ اجرایوي مشر ایلون موسک دغه راز د ټویټرپاڼې د اخیستو لپاره د ۴۴ میلیارد ډالرو وړاندیز کړی دی.

د تیسلا کمپنۍ اجرایوي مشر ایلون موسک
د تیسلا کمپنۍ اجرایوي مشر ایلون موسک

نوموړي له خپلې ټویټرپاڼې څخه چې له سل میلیون زیات پیروان لري، د کرونا د محدودیتونو په اړه بحثونو لپاره کاراخیستي چې په نتیجه کې یې په دغه ربعه کې د شانګهای لویه فابریکه اړ کړای شوې چې په موقت ډول فعالیت ودروي.

د اټکل له مخې د تیسلا د خرڅلاو د موټرو څه باندې څلویښت سلنه یې له چین څخه راځي او د شانګهای د فابریکې د ټولبند له امله ډېر کم موټر چې شمېر یې اویازرو ته رسېږي، تولید کړي دي.

په ۲۰۲۰ کال په امریکا کې د کرونا له خپرېدو سره د موټرو د تولید کمپنیو اته اوونۍ فعالیت ودراوه چې د کرونا د لا سرایت له مخنیوي سره مرسته وکړي.

په دې موده کې د موټرو د پرزو ډېرو شرکتونو د فرمایشونو له اخیستو ډډه وکړه خو په عین حال کې د کمپیوټرونو، ټابلیټونو او کمپیوټري لوبو یا ګېمونو لپاره تقاضاوې ډېرې زیاتې شوې ځکه خلک په کورونو کې بند وو او خپل دغه وسایل یې نوي کول.

خو کله چې د موټرو تولید بیا پیل شو او د چیپس جوړولو کمپنیو چې د تولید لوری یې نورو د مصرفونکو تولیداتو ته اړولی و، د موټرو لپاره د اوبو په وړاندې مقاومو چیپسونو کمښت رابرسېره شو.

د اسوشېټېدپرس آژانس د راپور له مخې که څه هم تیسلا د نورو په نسبت په دې برخه کې ښه عمل کړی خو بیاهم دا کمپنۍ نه شي کولای چې د موټرو لپاره کافي چیپسونه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG