د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

په اوسنيو سختو شرایطو کې د افغان ښځو او نجونو اعتراضونه څه پيغام لري؟


په کابل کې د طالبانو د علماوو د تېرې ورځې غونډې انځور
په کابل کې د طالبانو د علماوو د تېرې ورځې غونډې انځور

د طالبانو له خوا د علماوو غونډې په پای ته رسېدو سره، نن په کابل کې یو شمېر ښځو او نجونو، د نجونو د ښوونځیو د بند پاتې کېدو او له کاره د ښځو د ستنولو په تړاو اعتراضيه غونډه وکړه.

تر دې مخکې هم په کابل او نورو ولایتونو کې ځینو ښځو او نجونو د خطرونو له موجودیت سره- سره په اعتراضونو لاس پورې کړی، چې طالبانو یې په ځینو مواردو کې مخه نیولې ده.

ځینې فعالانې وايي، افغان ښځې او نجونې ځکه په اعتراض لاس پورې کوي، چې لا هم له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخې دي.

زموږ همکار، د ښځو د حقونو له فعالې، ګل څانګې لمر څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، چې دغه ډول اعتراضونه په داسې سختو شرایطو کې څه پیغام رسوي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لينک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:21 0:00

XS
SM
MD
LG