د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

هند کې مذهبي تاوتریخوالی؛ ستره محکمه: شرما دې بخښنه وغواړي


ارشیف
ارشیف

د هند سترې محکمې د اسلام د پیغمبر په اړه د واکمن ګوند د پخوانۍ ویاندې هغه څرګندونې وغندلې چې له کبله یې په هند او یو شمېر اسلامي هېوادونو کې د خلکو احساسات وپارېدل.

د هند سترې محکمې د اسلام د پیغمبر په اړه د دغه هېواد د واکمن ګوند بهارتیا جنتا یا (BJP) د پخوانۍ ویاندې نوپورشرما پر خبرو انتقاد وکړ.

سترې محکمې وویل، د شرما بې پروا خبرو ټول هېواد ته اور ورته کړ.

محکمې له هغې غوښتي چې په یوه تلوېزیون کې له ملته بخښنه وغواړي.

د هند ستره محکمه
د هند ستره محکمه

د هند سترې محکمې دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې اغلې شرما له محکمې غوښتي وو چې د هغو شکایتونو په اړه څېړنې وکړي چې د دې خلاف شوي دي.

د محکمې قاضي د دې دا غوښتنه رد کړه او ورته ویې ویل، چې دا غوښتنه یې د غرور ښودنه کوي او د هېواد قضاوت ورته بې ارزښته ښکاري.

په یوه تلوېزیوني بحث کې د نوپورشرما څرګندونې د هند په یو شمېر سمیو کې د تاوتریخوالي سبب شوې او په څو اسلامي هېوادونو کې یې نه یوازې شدید اعتراضونه وپارول بلکې د هند سفیران احضار شول.

د شرما مدافع وکیل محکمې ته وویل، چې موکیلې یې بخښنه غوښتې او خپل نظر یې بېرته اخیستی دی.

خو قاضیانو وویل، چې شرما ډېر په ځنډ پښېماني څرګنده کړې او هغه یې هم په مشروط ډول.

شرما ویلي و، چې که د دې په خبرو د چا احساسات ژوبل شوي وي، بخښنه غواړي.

محکمې دې ته ویلي، چې د یوه ګوند ویندويي دا معنا نه لري چې هر څه یې په خوله ورځي د ویلو اجازه یې لري.

مېرمن شرما د اسلام د پیغمبر په اړه د خبرو په مهال د بهارتیا جنتا ګوند ویانده وه خو وروسته له دې چې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ایران د نوموړې پر څرګندونو رسماً اعتراض وکړ، ګوند له ویندويۍ څخه وایستله.

محکمې ویلي، چې د شرما ناسنجولو څرګندونو د هند په څو سیمو کې وینې وبهولې.

په راجستان ایالت کې دوو مسلمانانو د یوه خیاط سر غوڅ کړ چې ورپسې په ښارونو کې تاورتریخوالی پیل شو.

د بهارتیا جنتا ګوند یوه بل غړي ناوین جیندال هم د اسلام د پیغمبر په اړه یو ټویټ کړی و چې جنجالونه یې وپارول خو ګوند له هغه هم غړیتوب واخیست.

XS
SM
MD
LG