د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ تله ۱۴۰۱ کابل ۰۵:۰۷

په هالنډ کې د اسلام د پیغمبر د کارتونونو د سیالۍ فسخ کېدل ستایل شوي


د پاکستان حکومت او اسلامپالو ګوندونو په هالنډ کې د اسلام د پیغمبر د کارتونونو د سیالۍ فسخ کېدل ستایلي دي.

د پاکستان حکومت او اسلامي ډلو نن د جمعې په ورځ د هالنډ د پارلمان د غړي خیرت ویلدرس پر وړاندې چې پرون پنجشنبه یې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) د کارتون پلان شوې سیالي فسخ کړه، د بریا ادعا وکړ.

۵۴ کلن خیرت ویلدرس چې د دې پلان له کبله د مرګ ګواښونه هم ورته شوي وو، تېره شپه ناوخته وویل چې د اسلامپالو تُندلارو ډلو له‎خوا د تشدد په احتمالي پېښو کې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره خپله پریکړه بېرته اخلي او دا سیالي کنسلوي.

هغه پر فیسبوک په یوه پیغام کې لیکلي دي چې ده ته د خلکو امنیت تر هرڅه زیات مهم دی.

له دې اعلان وروسته د پاکستان تحریک لبیک ګوند چې په‎دې هېواد کې د تکفیر د قانون د انفاذ ملاتړ کوي په اسلام‎اباد کې د خپلو پلویانو اعتراضیه لاریون لغو کړ.

د دې ګوند د تندلاري رهبر خادم رضوي په مشرۍ د شاوخوا لس زره فعالانو لاریون چې د چهارشنبې په ورځ له لاهور ښاره پیل شو، پرون اسلام اباد ته نژدې شوی و چې د دې سیالۍ فسخ کېدل نیمه شپه اعلان شول.

د پاکستان حکومت پرون په اسلام اباد کې د بهرنیو سفارتونو د ځانګړې سیمې د امنیت لپاره زرګونه سرتېري ځای پرځای کړل، څو د لاریون کوونکو د احتمالي تشدد مخه ونیسي.

د دې ګوند یوه بل مشر پیر افضل قادري خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې دوی اوس خورېږي او خپلو کورونو ته ځي.

د لاریون ګډون کوونکو چې د دې خبر اورېدو احساساتي کړي وو، د الله اکبر نارې وهلې.

قادري وویل چې دا د ټولې نړۍ د مسلمانانو لپاره یوه مهمه ورځ ده او د دوی د بریا څرګندونه کوي.

هغه زیاته کړه چې مسلمانانو د خپلو مظاهرو او اعتراضونو له لارې د هغو کفارو مخه ونیوله چې غوښتل یې د اسلام د پیغمبر سپکاوی وکړي.

له دې اعلانه څو ساعته وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري وویل، په هالنډ کې د اسلام د پیغمبر د کارتونونو د مسابقې فسخ کېدل د پاکستان د حکومت او ولس لپاره لویه او مهمه ورځ ده.

له دې مخکې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم په یوه ویډیويي پیغام کې چې هدف یې ظاهراً د اسلامي ډلو د اعتراضونو آراموال و، اروپایان د مسلمانانو احساساتو ته په نه پاملرنه تورن کړل.

XS
SM
MD
LG