د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

په کندهار کې د کراتې سیالۍ پیلېږي


آرشیف
آرشیف

په کندهار کې د پنځو ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د کراتې سیالۍ پیلېږي.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د دې سیالیو لپاره چمتووالی روان دی.

دا سیالۍ چې د جمعې په ورځ پیلېږي، د کوربه کندهار ترڅنګ به د هرات، فراه، خوست او کابل ولایتونو د کراتې لوبغاړي ګډون وکړي.

په خبر کې د کندهار د کراتې فدراسیون له قوله لیکل شوي دي، چې د نورو ولایتونو د لوبغاړو ترڅنګ به د کندهار ولایت ۶۰ لوبغاړي هم په دې لوبو کې ګډون وکړي چې غوره لوبغاړي به یې د کندهار ولایتي لوبډلې ته لار ومومي.

XS
SM
MD
LG