د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

په اسیايي لوبو کې افغان تکواندو کار خپل اندونيزيايي سیال ته ماتې ورکړه


آرشیف
آرشیف

د تکواندو په اسیايي لوبو کې نن افغان تکواندو کار حکمت الله زین خپل اندونیزیايي سیال ته ماتې ورکړه او د برونزو مډال یې وګاټه.

د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون په خپل فېسیوک پاڼه ليکلي، چې په دغو سیالیو کې سبا دوه نور افغان لوبغاړي هم د خپلو سیالانو په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.

د فدارسیون په وینا، افغان تکواندو کارانو تر دا مهاله په دې سیالیو کې درې د برنزو مډالونه ګټلي دي.

د دوى په وینا، تر لاسه شوي مډالونه د محسن رضایي، علي اکبر امیري او سید رستم اکبري په نوم ثبت شوي.

د فدارسیون په خبره، افغانستان اوسمهال د ۳۳ اسايي هېوادونو په ډله کې ۸ ځای لري.

دغه سیالۍ د روانې میلادي میاشتې په ۲۳ مه په جنوبي کوریا کې پیل شوې.

XS
SM
MD
LG