د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۰

کندز کې د فوټبال سیالۍ د دې ولایت د لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې

آرشیف
آرشیف

د بدخشان، بغلان او سمنګان ولایتونو ترمنځ د فوټبال په سیالیو کې کندز ولایت لومړی مقام خپل کړ.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي ،چې د بدخشان د عقابان پامیر، پیروزي سمنګان، استقلال پلخمري او د کندز پیروزي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې د سرطان میاشتې په درېيمه په کندز کې پیل شوې وې، تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېدې.

د دې ریاست د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په پایله کې کندز ولایت لومړی، بغلان دوهم او بدخشان درېیم مقام خپل کړ.

د دې لوبو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG