د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه وشوه


د پکتیکا ولایت یوازې دوو ولسوالیو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله څه د پاسه ۱،۰۰۰ تنه وژل شوي او له ۱،۵۰۰ زیات نور ټپيان شوي دي.
د پکتیکا ولایت یوازې دوو ولسوالیو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله څه د پاسه ۱،۰۰۰ تنه وژل شوي او له ۱،۵۰۰ زیات نور ټپيان شوي دي.

په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د زلزلې له امله د سلګونو افغانانو پر وژل او ټپي کېدو د افغانستان اکثرو پخوانیو او اوسینو حکومتي چارواکو د خواشینۍ پیغامونو خپاره او په ترڅ کې یې له نړیوالو د بېړنیو مرستو غوښتنې کړي دي.

له دغو ولایتونو خپرو شوې ویډویوګانې او راپورونه زړه بوږنوونکي دي، او په اړه یې د افغانستان د تېر حکومت مشرانو او طالب رهبرانو د غمرازۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

د طالبانو د حکومت د مشر ملا هیبت الله اخندزاده له قوله په یوه خبرپاڼه کې په دې اړه لیکل شوي: "له نړیوالې ټولنې، خیریه بنسټونو او ټولو بشرپالو نهادونو څخه غواړو چې له افغانانو سره په دې ستر مصیبت کې لاس ورکړي او له غم ځپلو سره څومره ژر چې کېږي، خپلې مرستې ونه سپموي."

مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپله ټویټر پاڼه د تسلیت په یو پیغام کې لیکلي: "پر نړیوالو خیریه بنسټونو، سازمانونو او په هېواد کې دننه هېوادوالو غږ کوم چې له زلزله ځپلو کورنیو سره مرستې وکړي او په دې سختو شېبو کې زموږ د دیني فریضې او اجتماعي فرهنګ په توګه د یو بل په څنګ کې ودرېږي."

په ورته وخت کې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم په خپل فېسبوک پاڼه د پکتيکا او خوست ولایتونو په ګډون په نورو سیمو کې د زلزلې له امله د رامنځته شويو مالي او ځاني زیانونو په اړه خواشيني څرګنده کړه.

هغه له خيريه بنسټونو او ملي سوداګرو وغوښتل څو له زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته او لاسنیوى وکړي.

د تېر جمهوري حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، په کابل کې د امریکا سفارت، یوناما، د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت او ګڼو نور بهرنیو او کورنیو حکومتي او سیاسي چارواکو ټولو د خواخوږۍ په اړه خبرپاڼو او پیغامونو کې د کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو له لوري د مرستو رسولو غوښتنې کړې دي.

بلخوا د بې سرحده خبریالانو ټولنې له طالبانو غوښتنه کړې، چې د یادو ولایتونو زلزله ځپلو سیمو ته دې د خبریالانو لپاره د معلوماتو موندلو د لارسرسي زمینه برابره کړي تر څو د زلزله ځپلو د وضعیت په اړه ټول معلومات تر لاسه شي.

په همدې حال کې طالب چارواکي وايي، پکتیکا او خوست ته یې د زلزله ځپلو لپاره د مرستو کاروان لېږلی.

د طالبانو یو ویاند او د ملي تلوېزیون رییس احمدالله وثیق په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "زلزله ځپلو سره د نغدي مرستو تر څنګ د افغاني سرې میاشتې له ګودامونو ۱۵ موټرو کې ۴۰۰۰کمپلې، ۸۰۰خېمې، ۴۰۰۰ترپالونه، ۸۰۰د پخلنځي د لوښو بستې، درمل، د اوبو سلګونه بوشکې او ګڼ نور توکي استول شوي دي."

طالب چارواکو دا اعلان هم کړی چې په زلزله کې د مړو شویو د هر یو کورنۍ ته به سل زره افغانۍ او ټپي شویو ته به پنځوس زره افغانۍ نغدې مرسته ورکړي.

د افغانستان د پکتیکا ولایت یوازې دوو ولسوالیو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله څه د پاسه ۱،۰۰۰ تنه وژل شوي او له ۱،۵۰۰ زیات نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو حکومت اړوند باختر اژانس لیکلي چې دا مرګ‌ژوبله یوازې د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې اوښتې ده.

دغه اژانس زیاتوي چې د دغه ولایت په زیړوک او نکې ولسوالیو کې هم زیات شمېر خلکو ته د سر او مال زیان اوښتی، خو کره شمېر یې نه‌دی معلوم.

تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې دغه شمېرې نه‌دي تأیید کړي.

داسې راپورونه هم شته، چې یو شمېر خلک لا هم تر نړېدلو کورونو لاندې لادرکه دي.

دا زلزله په وروستیو لسو کلونو کې تر ټول شدیده او خطرناکه زلزله بلل شوې ده.

XS
SM
MD
LG