د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

سريلانکا له اسټراليا د کرېکټ يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله


ارشيف
ارشيف

سریلانکا لوبډلې له ۳۰ کلونو وروسته په خپل کور کې له اسټرالیا لوبډ‌لې د یو ورځنیو لوبو سیریز وګاټه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ څلورمه یو ورځنۍ لوبه چې د سریلانکا په کولمبو ښار کې وشوه، سریلانکا د ۴ منډو په توپير وګټله.

په یاده لوبه کې چارېټ اسلانکا تر ټولو ډېرې ۱۱۰ منډې وکړې او د لوبې په ګټلو کې یې مهم رول ولوباوه.

دا په تېرو ۳۰ کلونو کې لومړی ځل و چې سریلانکا لوبډلې له اسټرالیا څخه په خپل کور کې د یو ورځنیو لوبو سیریز وګاټه.

سریلانکا او اسټرالیا په دې سیریز کې پنځه یو ورځنۍ لوبې درلودې چې یوه یې اسټرالیا او درې یې سریلانکا وګټلې او پنځمه یو ورځنۍ لوبه به هم د راتلونکې جمعې په ورځ د دواړو لوبډلو ترمنځ وشي.

XS
SM
MD
LG