د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

غزنی: علي بيات د بدن د ښکلا سياليو اتل شو


ارشيف
ارشيف

د غزني په کچه د بدن ښکلا په سیالیو کې چې د یاد ولایت له اتو کلپونو څخه د ۶۱ ورزشکارانو په ګډون وشوې، علي بیات وکړای شول چې د بدن ښکلا او په دې برخه کې د مسلکي حرکتونو په اجرا کولو سره د یادو سیالیو اتلولي وګټي.

د غزني ولایت د ورزش امر بلال مجاهد ازادی راډیو ته وویل چې دا سیالۍ د غزني په کچه د بدن ښکلا لوبډلې لپاره د غوره څېرو پېژندل په موخه جوړه شوې وه.

دغه راز ښاغلي مجاهد دا هم وويل، د دې سياليو بله موخه په کابل کې د بدن ښکلا په برخه کې په راتلونکو سیالیو کې د ګډون لپاره د ورزشکارانو انتخاب و.

XS
SM
MD
LG