د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۴ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۳:۵۳

افغان تکواندو ملي لوبغاړي د تکواند په اسياسي سياليو کې د ګډون لپاره چمتووالی نيسي


ارشيف

د افغانستان تکواندو ملي لوبغاړي د تکواندو په اسیایي سیالیو کې د ګډون لپاره په چمتووالي بوخت دي.

د تکواندو ملي لوبډلې روزونکي بشیر احمد ترکي نن ازادۍ راډیو ته وویل، افغان تکواندو کاران له پنځو ورځو راهیسې په جنوبي کوریا کې په تمرینونو بوخت او اسیایي لوبو ته پوره چمتوالی لري.

ټاکل شوې د اسیا د تکواندو سیالۍ سبا د جون په ۲۲مه د جنوبي کوریا په پلازمېنه کې د ګڼو اسیایي هېوادونو په ګډون سره پیل شي.

په دې لوبو کې له افغانستانه پنځو تکواندو کارانو ګډون کړی.

د ښاغلي ترکي په خبره، ټاکل شوې د راتلونکی پنج‌شنبې په ورځ افغان تکواندو کار سید رستم اغا د پومسي په برخه کې، حسین لطفي د جمعې په ورځ د جون په ۲۴مه د کیوروګي په برخه کې له خپلو سیالانو سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.

پاتې درې نور افغان لوبغاړي به هم به هم د روانې میلادي میاشتې تر ۲۷مې نېټې له خپلو سیالانو سره سیالۍ وکړي.

XS
SM
MD
LG