د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

د اوکراين پوځ: روسيه هڅه کوي چې د سيويرودونېڅک او باخموت سيمې ونيسي


ارشيف
ارشيف

د اوکرایین پوځ وايي، روسي ځواکونو خپلې ډېرې هڅې د سېوېرودونېڅک او باخموت پر نیولو متمرکزې کړې دي.

دې پوځې ادارې یکشنبه ویلي چې روسیه هڅه کوي د اوکراین په ختیځ کې بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.

له دې څرګندونو څو ساعته وروسته د روسیې د تاس خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت په حواله وویل چې روسي ځواکونو د سېوېرودونېڅک په جنوب ختیځ کې د یوه ښار کنټرول نیولی دی.

د اوکراین دفاع وزارت وايي، روسیې په سیمه کې نسبي بریاوې ترلاسه کړې دي.

خو د لوهانسک پوځي والي سيري هايدي د اوکراين په ټلوېزيون کې وويل د روسانو هغه ادعا چې سېوېرودونېڅک يې نيولی، ناسمه ده.

پر اوکراين د روسيې د يرغل څلورمه مياشت روانه ده
پر اوکراين د روسيې د يرغل څلورمه مياشت روانه ده

هغه زیاته کړه چې روسان د ښار زیاتره برخه کنټرولوي خو ټول ښار نه.

نوموړي ويلي، جګړې له ښاره د خلکو د ایستلو بهیر ناشونی کړی دی.

په ورته وخت کې د برېتانيا د دفاع وزارت ويلي، چې د برېتانيا د استخباراتي سرچينو وروستي معلومات وايي، چې په دې وروستيو ورځو کې د سېوېرودونېڅک په لومړۍ کرښه کې لږ بدلونونه راغلي دي، چیرې چې روسي ځواکونه تمه لري چې د اوکراین مدافعین محاصره کړي.

اخوا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ بیا مخکې خبرداری ورکړی چې په اوکراین کې جګړه ښايي کلونه دوام وکړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

هغه اوکراین سره د تسلیحاتي مرستو غوښتنه هم کړې ده.

سټولټنبرګ له یوې جرمنۍ ورځپاڼې Bild am Sonntag سره په مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، ټینګار وکړ چې د اوکراین ملاتړ باید پای ونه مومي.

هغه وویل چې د پوځي مرستو، انرژۍ او خوراکي توکو په ګډون مرستې به ګرانې وي، خو زیاته یې کړه چې له اوکراین سره باید دا مرستې دوام ولري.

د اوکرایین جګړه څلورمه میاشت کې ده او تر اوسه یې د زرګونه کسانو په مرګژوبلې سربېره څه باندې لس میلیونه اوکراینیان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کړي.

XS
SM
MD
LG