د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره تر لوبو وروسته نن کابل ته ستنه شوه.
افغان لوبډلې له زمبابوې سره درې یو ورځنۍ او درې د شل اورو لوبې وکړې او ټولې یې وګټلې.
له دې سره افغان لوبډلې د دوه زره درویشتم کال د پنځوس اورونو نړیوال جام ته د رسېدو لپاره دېرش پواینټونه ترلاسه کړل.
دې جام ته د رسېدو لپاره به افغان لوبډله له استرالیا، پاکستان او سریلانکا سره هم لوبې وکړي.
د کابل په هوایي ډګر کې افغان لوبغاړو ته نن د چارواکو له لورې د ګلونو ګېډۍ ډالۍ شوې.