د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

د ۲۰۲۲ فوټبال نړيوال جام کې ګډون کوونکې لوبډلې معلومې شوې


ارشيف
ارشيف

تېره شپه د کاسټاریکا فوټبال لوبډلې نیوزلانډ لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سره د فوټبال په نړیوال جام کې د ۳۲ ګډون کوونکو لوبډلو لړ لیک بشپړ شو.

دغه ۳۲ لوبډلې به په اته ګروپونو کې د یو بل په وړاندې ولوبیږي.

د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام سیالۍ د روان کال د نومبر په ۲۱ نېټه په عربي هېواد قطر کې پېلیږي.

په قطر کې د دغه سیالیو لپاره له تېرو څو کلونو را په‌دېخوا ترتیبات روان دي، څو بېلابېل د فوټبال لوبغالي او د مېلمنو لپاره مجلل هوټلونه جوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG