د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

افغان فوټبال ملي لوبډله د کمبوديا له لوبډلې سره د سيالۍ ډګر ته ښکته شوې


د افغان فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغان فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي

د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لار موندلو په روانو سیالیو کې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د کمبودیا لوبډلې سره د سیالۍ لپاره د لوبې ډګر ته ښکته شوې.

دا لوبه نن د افغانستان په وخت د مازدیګر په څلورو بجو پیل شوې او د دې خبر تر لیکلو تر اوسه هیڅ یوې لوبډلې ګول نه دی وهلی.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لار موندنې په هدف په روانو سیالیو کې، تېره اوونۍ له هانکانګ او هند سره لوبې وکړې او دا دواړه لوبې یې دوه د یو په وړاندې بایلودې.

که څه هم چین د اسیا ملتونو جام سیالیو له کوربه توبه انکار کړی او تر اوسه د دغو لوبو کوربه هېواد نه دی مشخص شوی، خو فیفا ویلي، چې دا لوبې به د راتلونکې میلادي کال په لومړیو کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG