د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۳۳

د افغان فوټبال ملي لوبډله سبا له کمبودیا سره سیالي لري

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله

د افغانستان د د فوټبال ملي لوبډله سبا له کمبودیا سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې یاده سیالۍ د افغانستان په وخت ۴ بجې پیلېږي.

د فدراسیون په وینا، افغان لوبغاړي د اسیا د ملتونو جام لپاره د لارموندنې وروستۍ سیالۍ لپاره پوره چمتوالی لري.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې له دې وړاندې له هند سره په لوبه کې ۱-۲ ماتې وخوړه او له دې ماتې سره افغانستان د اسیا د ملتونو جام ته مخکې تګ چانس له لاسه ورکړ.

سره له دې، چې افغانستان د اسیا د ملتونو جام لپاره د مخکې تګ چانس له لاسه ورکړی خو که له کمبودیا نه لوبه وګټي د امتیازونو په جدول کې به څه مخکې لاړ شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG