د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

د پاکستان حکومت نورو هېوادونو ته د تلونکو افغانانو د ويزې ورکولو پروسه وغځوله


يو شمېر افغان کډوال چې بهر ته تلونکي دي
يو شمېر افغان کډوال چې بهر ته تلونکي دي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د افغانانو لپاره د ټرانزیټ ویزې د مرستو د دوام یوه بېلګه یاده کړې او له نړۍ یې هم غوښتي چې له افغانانو سره همکاري وکړي.

ښاغلي شریف پرون په دې اړه ټویټ کړی دی.

د پاکستان د کابینې د پرېکړې په اساس دریمو هېوادونو ته تلونکي افغانان به له دې وروسته پاکستان ته په رسېدو سره سم یا ان اریوال On Arrival ویزې ترلاسه کړي.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د اګست تر اتمې پورې هغو افغانانو ته چې له دغه هېواده د نړۍ نورو هېوادونو ته سفر کوي ټرانزیټ ویزې ورکړي.

صدر اعظم شهبازشریف په دې اړه یکشنبه ناوخته په یوه ټوېټ کې ویلي چې: افغان اتباعو ته د ټرانزیټ ویزو ورکړه به "له هغوی سره د راتلونکي سفر لپاره د کاغذي کارونو په بشپړولو کې مرسته وکړي".

په دې معنا چې که افغانانو د نورو هېوادونو سفارتونو ته ورځي او یا د سفر تابیاوې نیسي کولای شي تر یو څه وخته په پاکستان کې پاتې شي.

د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف
د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف

د پاکستان صدراعظم زیاته کړې چې: " د حکومت لخوا د افغان ویزې نوې پالیسي زموږ د هڅو یوه برخه ده چې د اړتیا په وخت کې خپلو افغان وروڼو او خویندو سره مرستې ته دوام ورکړو."

شریف له "نړیوالې ټولنې" هم غوښتي چې د افغانستان خلکو ته د مرستې لاس ورکړي.

تر دې یوه ورځ مخکې د صدر اعظم شریف د ستراتیژیکو اړیکو مشر سلمان صوفي اعلان کړی وو چې ښاغلي شریف د افغان کډوال مسافرو لپاره د ټرانزیټي ویزو نوې پالیسي تصویب کړې ده.

دا پالیسي د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت په غوښتنه ترتیب او د جون په لسمه د دغه هېواد د فدرال کابینې په غونډه کې تصویب شوې وه.

د پالیسۍ په اساس د پاکستان حکومت په ۲۴ ساعتونو کې افغانانو ته دېرش ورځنۍ ټرانزیټي ویزې ورکوي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو که څه هم څه باندې ۱۲۴ زره کسان له کابله په مستقیمو پروازونو کې بهر یوړل شول خو تر هغه را وروسته بهر لویدیځ ته د کډوالۍ په تکل ګڼ افغانان د پاکستان له لارې سفر کوي.

پاکستان داسې وخت د دغو افغانانو لپاره د ټرانزیټ ویزو اسانتیا رامنځته کړه چې تېرو څو اونیو کې په کابل کې د پاکستان سفارت ډېرو افغانانو ته ویزې نه ورکولې او دلیل یې دا را وړی وو چې د دغو خلکو په فورمو او غوښتنلیکونو کې ستونزې موجودې دي.

XS
SM
MD
LG