د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

په ارزګان کې د الفت لوبډله د فوټبال سیالیو اتله شوه


ارشیف
ارشیف

په ارزګان کې د فوټبال سیالۍ د الفت لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې نن یکشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې دا سیالۍ د ارزګان ولایت په مرکز ترېنکوټ کې د فوټبال د ۸ غوره لوبډلو ترمنځ وشوې.

د دې سیالیو پایلوبې ته استقلال او الفت لوبډلې وتلې وې چې الفت لوبډلې د یوه ګول په وهلو سره دا لوبه په خپله ګټه تمامه کړه او د دې سیالیو اتله لوبډله شوه.

د بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي دي چې دا سیالۍ د یونېسیف موسسې په مالي ملاتړ له دې پیغام سره چې خپل ماشومان یو ځل بیا باید ښوونځي ته ولېږو، وشوې.

XS
SM
MD
LG