د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

نن افغان کرېکټ لوبډله له زمبابوې سره درېيمه يوه ورځنۍ لوبه کوي


د افغانستان او زمبابوې کرېکټ سيالي
د افغانستان او زمبابوې کرېکټ سيالي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او زمبابوې د کرېکټ ملي لوبډلې نن په هرارې کې په درېیمه یا وروستۍ یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ شي.

افغانستان د دې لوبلړۍ لومړۍ دوې په لوی توپیر ګټلي او عملاً یې دا لوبلړۍ یا سریز ګټلی دی.

لومړۍ یو ورځینۍ سیالي افغانستان په ۸ ویکټونو او ۳۳ توپونو، او دوهمه په ۶۰ توپونو وګټله.

د افغانستان د کرېکټ بورډ وياند فر ید هوتک د نننۍ سیالۍ په اړه ازادي راډیو ته وویل:"د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن د دې سیالۍ لپاره هم ښه چمتووالی لري او د تېرو دوو سیالیو په شان به ښه نتیجه ترلاسه کړي."

دواړه لوبډلې به وروسته درې شل اوره سیالۍ هم وکړي.

د افغانستان او زیمبابوې لومړۍ شل اوره سیالي به د شنبې په ورځ، د جون په یوولسمه په هرارې کې وشي.

XS
SM
MD
LG