د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

کندهار کې د ازادو مبارزو سيالۍ پيلېږي


آرشیف
آرشیف

په کندهار کې د پنځو ولایتو ترمنځ د ازادو مبارزو سیالۍ پیلېږي.

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي دي، چې په پلان کې لري په کندهار کې د پنځو ولایتونو فراه، نیمروز، هلمند، هرات او کوربه کندهار ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د ازادې مبارزې د MMA څانګې سیالۍ پيل کړي.

یادې ادارې وړاندې لیکلي، چې د کندهار د ورزش ریاست او MMA فدراسیون د دې لوبو لپاره په تیاري بوخت دي چې د روانې غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه به پیل شي.

د پنځو ولایتونو ترمنځ د ازادو مبارزو سیالۍ به د کندهار ولایت په دولتي جمنازیوم کې وشي.

XS
SM
MD
LG