د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

سرګې لاوروف ترکيه کې د اوکراين د غلو صادراتو پر بيا پيل خبرې کوي


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف په ترکیه کې دی او د دې هېواد له چارواکو سره پر دې خبرې کوي چې په څه ډول کېدای شي د اوکراین د غلو صادرات بېرته پیل شي.

ترکیې په دې برخه کې ځینې وړاندیزونه کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ترکیې ته په سفر کې د اوکراین د غلو د صادراتو په وړاندې پر موجوده خنډونو خبرې کوي.

له ترکي چارواکو سره د ښاغلي لاوروف د خبرو یوه مهمه موضوع پردې څرخي چې د اوکراین د غلو د صادراتو لپاره دې د کشتیو یو خوندي دهلیز پرانيستل شي.

ترکیې وړاندیز کړی چې د تور سمندرګي له بندرونو چې په اوس وخت کې پر اوکراین د روسیې د یرغل په ترڅ کې تړلي دي، د بار وړونکو کشتیو د کاروانونو امنیت خوندي کوي.

په عین حال کې د ترکیې دفاع وزیر خلوصي آکار ویلي چې د اوکراین د غلو د صادراتو لپاره د یوې موافقې د ترلاسه کېدو په چاره کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

ترکیې په دې برخه کې ځینې وړاندیزونه کړي دي.
ترکیې په دې برخه کې ځینې وړاندیزونه کړي دي.

د ترکیې د انادولي دولتي خبري آژانس د ښاغلي آکار دغه څرګندونې مخکې له دې چې سرګې لاروف ترکیې ته ورسیږي، خپرې کړې دي.

روسیې د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې چې پر اوکراین یې یرغل کړی، د دې هېواد د سواحلو پر ډېرې برخې ولکه ټینګه کړې او د روسیې جنګي کشتۍ تور سمندرګی او آزوف سمندرګی کنټرولوي.

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین تېره اونۍ وویل، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته یې ویلي چې مسکو چمتو دی چې له انقرې سره د اوبو له لارې د انتقالاتو د بېرته پیلېدو په چاره کې همکاري وکړي.

د روسیې دفاع وزیر سرګې شویکو ویلي چې په آزوف سمندرګي کې د اوکراین دوه مهم بندرونه چې روسي ځواکونو نیولي، د غلو د انتقال د بهیر پیلېدو ته چمتو دي.

خو هغه زیاته کړې چې کییف باید د کشتیو په لارو کې اېښودل شوي ماینونه او چاودېدونکي مواد لیرې کړي چې صادرات بېرته پیل شي.

په سیمه کې د اوکراین مهم د ادیسه بندر هم تر اوسه تړلی دی.

پر اوکراین د روسیې د یرغل په نتیجه کې د بندرونو له لارې د غنمو او نورو موادو صادرات بند شوي چې ورسره په ټوله کې نړۍ کې د خوراکي موادو د کمښت د خطر او د لوږې د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG