د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

څلور بايسکل چلونکي له هرات ايران ته روان شول


ارشيف
ارشيف

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د هرات ولایت د بایسکل چلونې فدراسیون څلور ورزشکارانو نن ایران ته د سولې او امنیت د پیغام رسولو په هدف ورزشي - فرهنګي سفر پیل کړ.

د هرات د بایسکل چلونې دا څلور ورزشکاران به له هرات ولایت څخه د ایران تر مشهد ښاره پر بایسکل ۳۷۰ کیلو متره مزل وکړي.

د هرات د بدنې روزنې امریت وایي، هڅه کوي، چې نورو ګاونډیو هېوادونو ته هم د ورزشي سفرونو ورته زمینه برابره کړي، ترڅو افغان ورزشکاران وکړای شي هېواد ته مثبتې ورزشي تجربې راوړي.

XS
SM
MD
LG