د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

بریتانیا کې فعالان: رونډا ته د افغان کډوالو د استولو د مخنيوي هڅې کوو


په بریتانیا کې د کډوالو د حقونو فعال شکرالله لودين
په بریتانیا کې د کډوالو د حقونو فعال شکرالله لودين

په بریتانیا کې د افغان کډوالو د حقونو فعالان وایي، هڅه کوي چې رونډا ته د افغان کډوالو د استولو مخه ونیسي.

له دې ډلې په بریتانیا کې د کډوالو د حقونو فعال او د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي شکرالله لودین ازادي راډیو ته وویل، چې د دوی په هڅو رونډا ته د تلونکو کډوالو له ډلې د ۵ افغانانو د استول کېدو مخه نیول شوې ده.

لودین بیا اندېښنه وښوده چې ښايي رونډا ته د ناقانونه کډوالو د استولو په باب د بریتانیا د حکومت پرېکړه سلګونه افغانان متاثره کړي.

صفي الله ستانکزي له ښاغلي لودین سره مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره يې اورېدلى شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:54 0:00

XS
SM
MD
LG