د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

د طالبانو حکومت بېرته راستنېدونکو چارواکو ته د خونديتوب کارتونه ورکوي


د طالبانو بيرغ
د طالبانو بيرغ

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د مخکیني حکومت د کارکوونکو په ځانګړي ډول پوځیانو د هدفي وژنو او د طالبانو د مشر د بخښنې د فرمان د نقض په اړه راپورونه او اندېښنې موجودې دي، هېواد ته د افغان سیاسیونو او پخوانیو چاروکو د بېرته راستنولو لپاره د اړیکو کمېسیون یو ځل بیا، د راستنو شویو کسانو د خوندیتوب ډاډ ورکوي.

د دغه کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وايي، کوم کسان چې د دې کمېسیون له لارې هېواد ته را استول کېږي، د خوندیتوب کارت ورکول کېږي، چې له ستونزو او ګواښونو سره مخ نه‌شي.

نوموړی وايي: "دغه کسان چې کله د اړیکو د کمېسیون له لارې هېواد ته راستانه شي، دوی ته د مصؤنیت کارت ورکول کېږي، چې دا ډېر د اعتماد وړ کارت دی، په تر لاسه کولو سره یې هېواد ته راغلی کس کولای شي د هېواد په بېلابېلو برخو کې وګرځېږي او دوی به انشاالله له هیڅ ډول ګواښ او ستونزې سره نه مخ کېږي."

احمدالله وثيق د بېرته راستنېدونکو او اړيکو کمېسيون وياند
احمدالله وثيق د بېرته راستنېدونکو او اړيکو کمېسيون وياند

ښاغلی وثیق وايي، چې تر اوسه د وزارتونو د مرستیالانو، والیانو، د پخوانۍ ولسي جرګې د غړو او سیاستوالو په کچه له اشخاصو سړه اړیکې شوې دي.

د نوموړي په خبره تر اوسه، انتظار خادم، حسن مبارک عزیزي او تازه د یکشنبې په ورځ دولت وزیری د دې کمېسیون له لارې بېرته خپل هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

انتظار خادم مخکې په امنیت شورا کې د ملکیانو خلکو د خوندیتوب او پخلاینې رییس و، حسن مبارک عزیزي د ترانسپور وزارت مرستیال او یوه موده سرپرست او دولت وزیری د دفاع وزارت پخوانی ویاند و.

د دفاع وزارت پخوانی وياند دولت وزيری چې دوه ورځې وړاندې بېرته هېواد ته راستون شو.
د دفاع وزارت پخوانی وياند دولت وزيری چې دوه ورځې وړاندې بېرته هېواد ته راستون شو.

دغه کسان په داسې حال کې بېرته افغانستان ته راستانه کړل شوي، چې مخکې په افغانستان کې د پاتې شویو چارواکو او سیاستوالو د سفر محدودیتونو موجود و، خو ښاغلی وثیق وايي، چې په راستنو شويو کسانو به داشان کوم بندیز نه وي.

په ورته وخت د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحق ګیلاني په دې نظر دی، چې افغان سیاستوال دې ټول بېرته هېواد ته راستانه شي، خو په خبره یې، چې د عزت ژوند وکړي، سپکاوی یې ونه‌شي او امنیت یې خوندي وي.

نوموړی وايي: "زه هیله لرم چې ټول افغانان بېرته راشي خپل وطن ته او د یو ښه حکومت، د یو پراخ بنسټه حکومت او د یو ټول شموله حکومت د جوړېدلو لپاره هلې ځلې وکړي."

ښاغلی ګیلاني دا هم وايي، تر اوسه چې کوم کسان د طالبانو حکومت د اړیکو کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي، ډېرې مهمې سیاسي څېرې نه دي او زیاتوي، چې په دې اړه په کور دننه سیاستوالو سره هم کومه مشوره نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG