کابل همهاله د هند او پاکستان د پلاوو کوربه دی، هندي پلاوي پرون له طالب چارواکو سره کتلي او بېلابېلو برخو کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
هند په اوسنیو شرایطو کې له افغانستان سره څه ډول همکاري درلودلی شي؟ او یا د هند او پاکستان رقابتونه به د افغانستان سیاسي فضا متاثره نه کړي؟ دا او نورې پوښتنې اسداله لودین د افغانستان د ستراتیژيکو څیړنو د نړیوال مرکز له مشر هاتف مختار نه په یوه مرکه کې کړي دي، چې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ: