د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د اروپا – جنوبي امريکا د فوټبال اتلولۍ کې ارجنټاين ايټاليا ته ماتې ورکړه


د اروپا- جنوبي امریکا د فوټبال د اتلولۍ
د اروپا- جنوبي امریکا د فوټبال د اتلولۍ

د اروپا- جنوبي امریکا د فوټبال د اتلولۍ په ترڅ کې ارجنټاین درې د صفر په وړاندې ایتالیا ته ماتې ورکړه.

د دغو دوو قارو د فوټبال د اتلو لوبډلو ترمنځ لومړی ځل په ۱۹۸۵ کال کې په فرانسه کې وشوه چې کوربه هېواد یوروګوای ته ماتې ورکړه، بل ځل په نولس سوه درې نویم کال کې په ارجنټاین کې کوربه هېواد ډنمارک ته شکست ورکړ.

تر دې را وروسته سږکال یو ځل بیا د جنوبي امریکا او اروپا د فوټبال فدارسیونونو وپتیله چې دا قهرماني ترسره شي، خو دا ځل یې دریم هېواد د لوبې لپاره انتخاب کړ او تېره شپه دا سیالي د لندن په ویمبلي لوبغالي وشوه.

XS
SM
MD
LG