د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۶

د انګلنډ – نيوزيلنډ ترمنځ د کرېکټ ټيسټ لوبه پيل شوه

ارشيف
ارشيف

د انګلنډ او نیوزیلنډ ترمنځ د ټېسټ کرېکټ لوبه نن د لندن په لارډ لوبغالي کې پیل شوه.

د دې لوبې پچه د نیوزیلنډ لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه خو دا پرېکړه د نیوزیلنډ لپاره د لوبې په لومړۍ ورځ ښه تمامه نه شوه.

نیوزیلنډي توپوهونکي د انګلنډ د توپ اچوونکو په وړاندې ښه و نه ځلېدل او په ۱۲ منډو کې ۴ لوبغاړي اوټ شول خو د نیوزیلنډ لوبډله لا هم خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي.

د یادونې ده چې د نیوزیلنډ لوبډله به له انګلنډ لوبډلې سره درې ټېسټ لوبې وکړې چې لومړۍ هغه یې نن پیل شوه.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG