د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

انوش دستګير: د فوټبال افغان لوبډله به د اسيا د ملتونو جام ته لار پيدا کړي


د افغانستان فوټبال ملي لوبډله
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی وايي، افغان لوبډله به د اسیا د ملتونو جام ته لار ومومي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د روزونکي انوش دستګیر له قوله پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي دي، چې افغان لوبډلې که څه هم د ویتنام په وړاندې خپله لوبه وبایلله خو بیا هم دا وړتیا لري چې د اسیا د ملتونو جام ته لار ومومي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې پرون له ویتنام سره لوبه وکړه چې ۰ ـ ۲ یې وبلله.

له دې ماتې وروسته هم ښاغلی دستګیر په افغان لوبغاړو ډاډمن دی چې د اسیا د ملتونو جام ته به لار مومي، ځکه د نوموړي په باور د فوټبال لوبډله ورځ تر بلې پرمختګ کوي او دا ځل به یې د لوبې پایله متفاوته وي.

د افغانستان د فوټبال لوبډله د ویتنام له لوبې وروسته نن د هند په لور وخوځېده چې د اسیا د ملتونو جام ته د لارموندنې په سیالیو کې ګډون وکړي.

په دې سیالیو کې به افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د جون په ۸مه د هانګ کانګ په وړاندې وکړي.

XS
SM
MD
LG