د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو او يو شمېر وزارتونو ترمنځ د ګډ کار هوکړې وشوې


د اسلامي امارت بيرغ
د اسلامي امارت بيرغ

دا هوکړه‌لیکونه د چارو ادارې، اداري اصلاحاتوادارې، د مسلکي تعلمیاتو ادارې او د لوړو زده کړو، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ترمنځ لاس‌لیک شول.

احمد د کابل اوسېدونکی دی. دی وايي، له څو ورځې راهیسې د طالبانو په یوه اداره کې په خپل کار پسې لالهانده دی.

د ده په خبره، که څه هم د تېر په پرتله د فساد مخه یو څه نیول شوې، خو په دولتي ادارو کې د سهل انګارۍ او کارکوونکو د کمې له امله یې کارونه ځنډېدلي دي.

نوموړی وايي: "زه له څو ورځو راهیسې په خپل کار پسې سرګردان یم. کله وايي، اړونده مامور نه‌دی راغلی او کله اجازه نه راکوي چې دننه ولاړ شم. نه پوهېږم چا ته شکایت وکړم."

کله وايي، اړونده مامور نه‌دی راغلی او کله اجازه نه راکوي چې دننه ولاړ شم

خو احمد روښانه نه کړه چې کارونه یې په کومې ادارې کې بند دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د سه‌شنبې په ورځ د طالبانو د چارو ادارې، اداري اصلاحاتو ادارې، د مسلکي تعلیماتو ادارې او د لوړو زده کړو، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ترمنځ هوکړه‌لیکونه په دې موخه لاس‌لیک شول چې خلکو ته په چارو کې اسانتیا او روڼتیا راولي.

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د طالبانو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس عبدالحنان عارف‌الله وویل: "کله چې دا هوکړه‌ لاس‌لیک کېږي، باید یواز ې د کاغذ پر مخ نه‌وي، بلکې باید عملي شي او ترې څارنه وشي، څو په چارو کې روڼتیا او چټکتیا راشي. د دې کار لپاره یوازینۍ لار د چارو اسانتیا ده."

ده زیاته کړه، د دې هوکړه‌لیکونو پر بنسټ، د یوولس پروژو په چارو کې اسانتیا راغله چې اووه یې د کډوالو چارو او ۴ نور یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت پورې اړوند دي.

په دې غونډه کې د طالبانو د چارو ادارې رییس احمد جان احمدي وویل، له دې کار یې موخه، په دولتي ادارو کې اصلاحات راوستل، د خلکو د چارو اسانه کول، خلکو ته د اسانتیاوو برابرول، د وخت د ضایع کېدو مخنیوی او د چارو چټک کول دي.

په دې غونډه کې طالب چارواکو له ټولو هغو مسلکي کسانو چې وړاندې یې دولت کې دنده درلوده او اوس له هېواده د باندې دي، له دوی وغوښتل چې بېرته هېواد ته ستانه شي.

طالبان داسې مهال دا غوښتنه او د خلکو د کارونو د اسانتیا خبره کوي چې هره ورځ یو ډېر شمېر د مخکني دولتي کاروونکي نیوکه کوي چې د طالبانو له‌خوا له دندو ګوښه شوي.

د دوی په خبره، طالبانو په مسلکي بستونو غیر مسلکي او خپل کسان ګمارلي او له همدې امله دولتي چارې له خنډ، ځنډ او ان په ځینو ادارو کې په ټپه ولاړې دي، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.

XS
SM
MD
LG