د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

په لغمان کې د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې


آرشیف
آرشیف

په لغمان ولایت کې د فوټسال ولایتي سیالۍ نن پای ته ورسېدې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د لغمان ولایت په کچه د پيروزي جام په نوم د فوټسال یادې سیالۍ چې دوه اوونۍ وړاندې د ۱۶ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، نن د فواد زرهي فوټسال لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو په وروستۍ ورځ چې نن وه، چلنجر معدن لوبډله د فواد زرهي لوبډلې سره د سيالۍ ډګر ته لاړه او په پایله کې فواد زرهي لوبډلې ۳ د صفر په وړاندې چلنجر معدن ته ماتې ورکړه.

XS
SM
MD
LG