د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

اوکراین کې د جګړې درولو هڅې؛ زیلینسکي: پوتین سره خبرو ته چمتو یم


د لوهانسک ښاروال اولکساندر ستریوک هم ویلي، دي چې د روسیې د یرغل له پیله په دې ښار کې تراوسه لږترلږه ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي.
د لوهانسک ښاروال اولکساندر ستریوک هم ویلي، دي چې د روسیې د یرغل له پیله په دې ښار کې تراوسه لږترلږه ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر وايي، که څه هم له خپل روس سیال ولادیمیر پوتین سره خبرو ته لېوالتیا نه لري خو د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید خبرې وشي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، روسیه غواړي نړیوالو ته وښيي چې خبرو ته لېوالتیا لري، په داسې حال کې چې د ده په وینا داسې نه ده.

ښاغلي زیلینسکي پرون په یوه وینا کې وویل، چې په اوکراین کې د ژوند د بیا پیل لپاره د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره خبرو ته چمتو دی.

هغه وویل: "ځینې مسایل شته چې باید د روسیې له ولسمشر سره خبرې پرې وشي. زه دا نه وایم چې زموږ خلک له ده سره خبرو ته ډېره لېوالتیا لري خو موږ باید هغه واقعیت چې زموږ ژوند ورسره مخامخ دی ومنو."

د اوکراین ولسمشر زیاته کړه، چې د ده په نظر روسان د سولې د خبرو په برخه کې ډېر جدي نه ښکاري.

پر اوکراین د روسیې د یرغل څلورمه میاشت پیل شوې ده او په دې موده کې روسیې د اوکراین هېڅ کوم لوی ښار نه دی نیولی.

د راپورونو له مخې د اوکراین د ختیځ په لوهانسک سیمه کې د روسانو حملې پرون هم په شدت سره روانې وې.

د لوهانسک والي سیرګي هایدي ویلي، چې د روسیې د یرغل له پیله د سیویر دونېڅک ښار په سلو کې نوي ودانۍ له منځه تللې دي.

د لوهانسک ښاروال اولکساندر ستریوک هم ویلي دي چې د روسیې د یرغل له پیله په دې ښار کې تراوسه لږترلږه ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

روس پلوو بېلتونپالو پرون ادعا وکړه، چې د اوکراین د ختیځ لیمن ښارګوټی یې نیولی دی. خو دا ادعا د اوکراین د دفاع وزارت رد کړه.

XS
SM
MD
LG