د ریال مادرید روزونکی د اروپا د اتلانو په لیګ کې د تاریخي ریکارډ په لټه کې دی.
ریال مادرید د اروپا د اتلانو په لیګ کې د ډېرو بریاوو په درلودلو سره پارسن جرمن، چلسي او منچسر سېټي شاته پرېښودل او په نیمه پایلوبه کې به له لېورپول سره مخامخ شي.
د خبري رسنیو د راپورونو په بنسټ که ریال مادرید دا ځل د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي وګټي، دا به څلورم ځل وي چې یاده لوبډله د روزونکي کارلو انچلوتي په روزنه کې اتلولي ګټي او نوموړی به یو مهم تاریخي ریکارډ په خپل نوم ثبت کړي.