د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

تاجکستان کې نن د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه پيليږي


تاجکستان کې د جمهوري رياست ماڼۍ
تاجکستان کې د جمهوري رياست ماڼۍ

د تاجکستان پلاز مېنه دوشنبې ښار به نن د افغانستان په اړه د یوې دوه ورځینۍ غونډه کوربه وي.

په دې غونډه کې به، چې د افغانستان د حالاتو په اړه د سیمې د هېوادونو له څو غونډو وروسته دایرېږي، د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران ګډون وکړي.

په دې غونډه کې، چې نن پنجشنبه او سبا جمعه دوام کوي، د افغانستان پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت د نظر تبادله کېږي.

د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د افغانستان په اړه په دې غونډه کې د هند، روسیې، چین، ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران برخه اخلي.

خو د پاکستان په اړه لا څه نه دي ویل شوي چې ایا د ملي امنیت سلاکار غونډې ته لېږي او که کوم بل استازی.

د هند د ملي د امنیت سلاکار اجیت دوفل ویلي چې د دوشنبې په غونډه کې به په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د ټولګډونه حکومت د جوړېدا پر اړتیا هم خبرې وشي.

د هند د ملي د امنیت سلاکار اجیت دوفل
د هند د ملي د امنیت سلاکار اجیت دوفل

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ځانګړي ډول تاجکستان د ټولګډونه حکومت پر اړتیا ډېر ټینګار کړی او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو له افغانستان څخه د تروریزم د خپرېدو په اړه اندېښنې ښوولې دي.

خو طالبانو په ځلونو ویلي چې د افغانستان له خاورې به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښږي.

په وروستیو کې داعش ادعا وکړه چې د افغانستان له خاورې یې پر تاجکستان او ازبکستان توغندي ویشتي دي، که څه هم ازبکستان دا ادعا رد کړه خو تاجکستان تایید کړه.

روانه اوونۍ د طالبانو د دفاع وزارت یوه پلاوي د ازبکستان د سرحدي ګارد له قوماندان سره وکتل او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د هیڅ ګاونډي پر ضد ونه کارول شي.

XS
SM
MD
LG