د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

د برېتانيا د تخليې پر پروسه نيوکې؛ صدر اعظم بوریس جانسن ترې دفاع وکړه


 د برېتانیا صدر اعظم بوریس جانسن
د برېتانیا صدر اعظم بوریس جانسن

د برېتانیا صدر اعظم بوریس جانسن د دې سربېره چې د دغه هېواد د ولسي جرګې غړیو له کابله د تخلیې په بهیر کې د سختې ناکامۍ له امله د ده د استعفی غوښتنه وکړه، د بهرنیو چارو په وزارت کې د ملکي خدماتو د څانګې د هغه مهال د هڅو دفاع وکړه.

د برېتانیا په پارلمان کې د بهرنیو چارو د کمېټې تحقیقات ښېي چې پروسږ کال له افغانستانه د برېتانیایانو وتل په یوه ناورین بدل شول چې کلونه کلونه به یې د برېتانیا پر ګټو منفي اغېزې وي.

د پارلمان په غونډه کې پرون په استخباراتي برخه کې، د پلان جوړولو په برخه کې او د ديپلوماتیکو هڅو په برخو کې د پرله‌پسې تېروتنو تور له غالمغال سره پورې شو، خو صدر اعظم جانسن د خپل دریځ دفاع کوله.

د پارلمان د بهرنیو چارو د کمېټې په راپور کې دا هم راغلي دي چې له افغانستانه د دوی د وتلو چارې له خپلو متحدانو سره خیانت و او چې کله طالبانو کابل نیوه، صدر اعظم بوریس جانس او د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر دومنیک راب په رخصتیو تللی وو.

د صدر اعظم جانسن دفتر ویلي دي چې د دې راپور له ټولو جزییاتو سره همنظره نه دی.

د صدر اعظم جانسن دفتر ویلي دي چې د دې راپور له ټولو جزییاتو سره همنظره نه دی.
د صدر اعظم جانسن دفتر ویلي دي چې د دې راپور له ټولو جزییاتو سره همنظره نه دی.

برېتانیا په داسې حال کې له افغانستانه خپل ځواکونه و ایستل چې په سلګونو هغه افغانان چې له برېتانوي پوځیانو سره یې کار کړی وو، د طالبانو له لورې د کابل د نیولو پرمهال په افغانستان کې ایسار شول.

په کابل کې د برېتانیا د سفارت په تشه ودانۍ کې هم د هغو افغانانو په اړه اطلاعات پاتې و چې په دې سفارت کې یې کار کړی وو یا یې د کار لپاره غوښتنلیکونه سپارلي و.

برېتانیا د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستانه تر پنځلس زره ډېر افغانان وایستل.

XS
SM
MD
LG