د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

د سریلانکا او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه ټېست لوبه پیل شوه


د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډله
د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډله

د سریلانکا او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه ټېست لوبه نن پیل شوه.

دا لوبه چې نن سهار د بنګله دېش په پلازمېنې ډهاکې کې پیل شوه، بنګله دېش په ۲۴ منډو کې خپل ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل خو د مشفق الرحیم او لېتون داس د غوره ملګرتیا په پایله کې د کوربه لوبډلې منډې له ۲۰۰ واوښتې او لا هم یاده لوبډله خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي.

کاسن راجیثا د بنګله دېش درې او اسیتا فرنانډو دوه لوبغاړي له میدانه بهر کړل.

په دې لوبه کې د سریلانکا لوبغاړی کوشال منډيس په پښتیو که درد له امله له میدانه بهر شو او اوس په روغتون کې بستر دی. د منډیس د اوسني وضېعت او لوبې ته د بېرته را ستنېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د یادونې ده، چې د سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ لومړۍ ټېست لوبه په مساوي توګه پای ته رسېدلې وه.

XS
SM
MD
LG