د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

ای پل ایل؛ د نیمه پایلوبو څلور لوبډلې معلومې شوې


د رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې لوبغاړی ویرات کوهلي
د رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې لوبغاړی ویرات کوهلي

د هند غوره لیګ د نیمه پایلوبو څلور لوبډلې معلومې شوې.

د هند د کرکټ په غوره لیګ کې له اوونیو وروسته څلور لوبډلې ګجرات تيتانز، راجستان رویالز، لکنو سوپر جاینټ او رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې بریالۍ شوې چې نیمه پایلوبو ته لار وکړي.

د مهالوېش پر بنسټ به د راتلونکې سې شنبې په ورځ ګجرات تیتانز او راجستان رویالز لوبډلې لوبه وکړي، چې د لوبې ګټونکې لوبډله به په مستقیم ډول پایلوبې ته ووځي.

د چهارشنبې په ورځ رویال چلېنجرز بنګلور او لکنو سوپر جاینټ لوبډلې لوبه کوي او هرې لوبډلې چې لوبه وګټله، د لومړۍ نیمه پایلوبې له بایلونکې لوبډلې سره به د جمعې په ورځ لوبه کوي چې د جمعې ورځې د لوبې ګټونکې لوبډله به هم په پایلوبه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې، چې د هند غوره لیګ پایلوبه د مې میاشتې په ۲۹مه نېټه د هند په احمداباد ښار کې وشي.

XS
SM
MD
LG