د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

کندهار کې د کورش سيالۍ پيلېږي


آرشیف
آرشیف

ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د کندهار په سپین بولدک کې د ۹ ولایتونو ترمنځ د کورش سیالۍ پیل شي.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې دا سیالۍ د زابل، کندهار، هلمند، ارزګان، نيمروز، فراه، هرات، غور او بادغيس ولايتونو ترمنځ دي.

د دې ریاست په وینا، دغه سیالۍ به د جوزا په درېیمه پیل او د او همدې میاشتې تر ۶ مې دوام وکړي.

د یادو سیالیو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.

XS
SM
MD
LG