د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

د افغانستان د ١٦ کلنو فوټبال لوبډلې خپله وروستۍ لوبه ايران ته وبايلله


د افغانستان د ۱٦ کلنو فوټبال ملي لوبډله
د افغانستان د ۱٦ کلنو فوټبال ملي لوبډله

د افغانستان د ١٦ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د اتلولۍ په لړ کې خپله څلورمه او وروستۍ لوبه له ایران سره تېره ورځ وکړه چې ۱ پر صفر یې وبایلله.

د افغانستان فوټبال فدراسیون په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دا سیالۍ د تاجیکستان په کوربتوب د دغه هېواد په پلازمېنه دوشنبه ښار کې وشوه.

د فدراسیون په وینا، د دغې لوبې سره افغانستان د مرکزي اسیا په اتلولۍ کې د دوو لوبو په مساوي کولو او دوو لوبو په ماتې خوړولو سره خپل سفر پای ته ورساوه.

د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالۍ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې روانې دي، چې د افغانستان ترڅنګ د قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران لوبډلو په کې ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG