د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

لغمان کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدې


ارشیف
ارشیف

د بدنې روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د لغمان ولایت په کچه د والیبال د ۲۲ لوبډلو په ګډون پیل شوې سیالۍ نن د مشه خیلو د لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیدې.

د دې سیالیو په وروستۍ لوبه کې الوخېل لوبډله له مشه خېل لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته لاړه او لوبه څلور د یو په وړاندې د مشه خېلو په ګټه پای ته ورسېده.

دا سیالۍ په لغمان ولایت کې د والیبال لوبې د ودې په موخه پیل شوې وې.

XS
SM
MD
LG