د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۶

کابل: د فوټسال لپاره یو شمېر لوبڅاران و روزل شول

انځور، ارشیف
انځور، ارشیف

د افغانستان فوټبال فدراسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د فوټسال د لوبڅارۍ برخې روزنیزه دوره چې څلور ورځې مخکې د ۲۴ لوبڅارانو په ګډون پیل شوې وه، نن پای ته ورسیده.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چې په دې څلور ورځنۍ دوره کې لوبڅارانو ته په دوو عملي او نظری برخو کې د فوټسال په سیالیو کې د نویو قوانینو او اصولو په اړه روزنه ورکړل شوه.

له دې روزنیزې دورې فارغ شوي لوبڅاران کولای شي له دې وروسته د ولایتونو په کچه د فوټسال له سیالیو څارنه وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG