د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۴۱

د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالۍ؛ نن افغانستان او تاجکستان لوبډلې لوبه کوي

د افغانستان تر شپاړس کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله
د افغانستان تر شپاړس کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله

د افغانستان تر شپاړس کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله نن دوشنبه د تاجکستان له لوبډلې سره مخ کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپل فیسبوک لیکلي، چې دا لوبه د شپې په اته نیمو بجو د دوشنبې د فوټبال په سټډيوم کې پيلېږي.

تر شپاړس کلنو کم عمره افغان فوټبالرانو د مرکزي اسیا په اتلولیو جام کې لومړۍ لوبه له قرغزستان سره ۱-۱ مساوي کړه خو دویمه لوبه یې ازبکستان ته شپږ – صفر وبایلله.

د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالۍ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې روانې دي، چې د افغانستان ترڅنګ د قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران لوبډلو ګډون په کې کړی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG