د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۵۲

د اسټراليا د کرېکټ پخوانی لوبغاړی انډريو سايمنډز په ترافيکي پېښه کې وژل شوی

ارشيف
ارشيف

د اسټرالیا د تسمانیا ښار پولیسو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي، موټر تېره شپه ۱۱ بجې د هېروې په سړک ټکر کړی او په موټر کې ناست یوازېنی سایمنډز په کې وژل شوی دی.

۴۶ کلن انډریو سایمنډز په لس کاله نړۍ‌وال کرکټ کې په ۲۶ ټېست لوبو کې ۱۴۶۲، په ۱۹۶ یو ورځنیو لوبو کې ۵۰۸۸ او په ۱۴ شل اوریزو لوبو کې ۳۳۷ منډې جوړې کړې وې.

همدا ډول یې په نړۍوال کرکټ کې ۱۶۵ وېکټې هم اخیستې وې.

سایمنډز په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کلونو کې د اسټرالیا د نړۍوال جام ګټونکې لوبډلې برخه هم وو.

د انډریو سایمنډز په مړینه د کرکټ ډېرو لوبغاړو او مینه والو خواشينې ښودلې ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG