د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ زمری ۱۴۰۱ کابل ۰۹:۱۶

غزني کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې


انځور، ارشيف

د بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي دي، دا سیالۍ د غزني په کوربه‌توب پیل شوې وې چې د پکتیکا یارانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې ۲۸ لوبډلو ګډون کړی وو چې پایلوبې ته یې متحد افغان او د پکتیکا یاران لوبډلې وتلې وې چې په‌کې د پکتیکا یارانو لوبډله ۳-۱ پایلې سره د دې سیالیو اتله شوه.

دا سیالۍ چې دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې، هدف یې د والیبال ورزش وده او د لوبغاړو ترمنځ ته د یووالي رامنځ ته کول ښودل شوي.

XS
SM
MD
LG