د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

د افغانستان ۱۶ کلونو ځوانانو فوټبال لوبډله سبا تاجکستان کې لوبه لري


ارشيف
ارشيف

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي دي چې دا لوبه د افغانستان په وخت سبا د شپې ۸:۳۰ پیلېږي.

د افغانستان د ۱۶ کلنو ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په اتلولیو یا CAFA سیالیو کې لومړۍ لوبه له قرغزستان سره ۱-۱ مساوي کړه خو دویمه لوبه یې ازبکستان ته ۶ -۰ وبایلله.

د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالۍ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې روانې دي چې د افغانستان ترڅنګ د قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران لوبډلو ګډون په کې کړی دی.

XS
SM
MD
LG