د افغانستان د ۱۶ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې د منځنۍ آسیا د فوټبال جام په پرانیستونکې لوبه کې له قرغزستان سره لومړۍ لوبه مساوي کړه.
په دې لوبه کې چې تېره شپه په تاجکستان کې ترسره شوه، دواړو لوبډلو یو- یو ګول وواهه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په وینا په دې ټورنمنټ کې د افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او ایران لوبډلې شاملې دي.
ټاکل شوې افغان لوبډله خپله دوهمه لوبه نن د ازبکستان د لوبډلې پر وړاندې وکړي.