چين د ۲۰۲۳ کال د اسيا د ملتونو فوټبال جام سیالیو له کوربتوبه په شا شو.
د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې، د اسيا د فوټبال فدراسيون په يو رسمي اعلان کې دا ومنله چې چين د اسيا د ملتونو جام کوربتوب نه کوي او لامل هم کرونا ويروس ښودل شوی.
چين درې کاله وړاندې د اسيا د فوټبال فدراسيون لخوا د ملتونو جام لپاره د کوربه هېواد په توګه وټاکل شو.
ټاکل شوې وه، چې د اسيا د ملتونو د فوټبال جام د راتلونکې مياشت په پنځلسمه په چين کې پيل شوې وای.