د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۴۲

د افغانستان د فوټبال تر ۱۶ کلونو کشره لوبډله نن قرغيزستان کې سيالي کوي


ارشیف

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال تر شپاړسو کلونو کشره لوبډله د منځنۍ اسیا د شپاړس کلونو لوبډلو په اتلولۍ کې نن دقرغیزستان له لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویندوی فیروز مشعوف په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د منځنۍ اسیا تر ۱۶ کلونو د کشرو لوبډلو د اتلولۍ مسابقې به نن پیل شي او د افغانستان د فوټبال تر ۱۶ کلونو مشره لوبډله به لومړۍ مسابقه له قرغیزستان سره وکړي او دا مسابقې به د مې میاشتې تر ۱۸ پورې دوام وکړي."

ده زیاته کړه، دا سیالۍ د ایران، ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان او افغانستان تر ۱۶ کلونو د کشرو لوبډلو په ګډون کېږي.

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې ښار د دغو سیالیو کوربه دی.

XS
SM
MD
LG