د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۱ کابل ۰۱:۱۱

هند کې د کرکټ سيالۍ؛ نن راجستان رویالز او ډيلي کېپټالز سره مخامخ کېږي


د هند کرکټ سياليو يو انځور

دا لوبه د هند په ممبيي ښار کې د افغانستان په وخت د ماښام شپږ نیمې بجې پیلېږي،
چې دواړه لوبډلې هڅه کوي د دې لوبې په ګټلو سره د هند غوره لیګ نیمه پایلوبې ته ځان ورسوي.

راجستان په خپلو ۱۱ لوبو کې ۷ لوبې ګټلي دي او ډیلي هم په ۱۱ لوبو کې ۵ لوبې خپلې کړي دي.

د یادونې ده چې د تېرې شپې په لوبه کې ګوجرات ټيټانز لوبډلې لکنو سوپر جاینت لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ لوبډله شوه چې د هند غوره لیګ د سږ کال په سیالیو کې یې نیمه پایلوبې ته لاره وکړه.

XS
SM
MD
LG