د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۰۸

جوزجان کې د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې


ارشيف

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې دا سیالۍ د یووالي ځوانانو، البرز، مشعل، سېلاب، اقچه، محله، قومنداني، باتور، جوزجان کلب، نایاب، میوند او مدرن کلب لوبډلو ترمنځ نن پیل شوې چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې البرز او نایاب لوبډلې سره مخامخ شوې چې په پایله کې یې البرز لوبډلې ۵ – ۰ خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ویل کېږي د دې سیالیو مخکښې لوبډلې به د شمال زون په رقابتي سیالیو کې ګډون وکړي او که د زون په کچه هم وځلېږي، د افغانستان د اتلانو لیګ ته به لار وکړي.

XS
SM
MD
LG