د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۵ غبرګولی ۱۴۰۱ کابل ۱۱:۰۳

پاکستان د نولس کلنو کرکټ سياليو مهالوېش اعلان کړ


انځور، د پاکستان کرکټ بورډ وداني

د پاکستان کرکټ بورډ د لومړي پړاو نولس کلنو ” پاکستان جونیر لیګ ” مهالوېش اعلان کړ چې د ورزشي اژانسونو د راپورنو له مخې دغه لیګ به روان میلادي کال په پاکستان کې ترسره شي.

دغه لیګ د روان ۲۰۲۲ م کال کې د اکتوبر په لومړۍ نېټه پیلیږي چې د همدې میاشتې تر ۱۹ مې نېټې به دوام وکړي.

پاکستان کرکټ بورډ له دې وړاندې ویلي و چې لومړي پړاو کې به د بهرنیو لوبغاړو څخه یوازې انګلستاني لوبغاړو ته اجازه ورکړل شي خو د نورو هېوادونو د لوبغاړو په اړه یې پرېکړه ورستي شوې نه ده.

XS
SM
MD
LG